انصار: ( دکب 28)، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا د افغانانو پر کمزوري اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی چې له سخت غذايي بحران سره مخ دی.
د دغه پروګرام ویاند «فلیپ کروف» د ترکیې له انادولو اژانس سره په مرکه کې ویلي چې ښځې او ماشومان تر نورو زیات د لوږې له بحران څخه کړېږي.
د هغه په وینا، دا مهال د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي چې شمېر یې څه کم ۱۶ ملیونه ته رسېږي، له لوږې سره مخامخ دي او په هر ولایت کې د خوړو نه خوندیتوب د زیاتېدو په حال کې دی.
د خوړو نړیوال پرورګرام وايلي چې سختې خوارځواکۍ هم د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د طالبانو حکومت اړوندو ادارو که څه هم په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو اقتصاد وزارت تر دې وړاندې ویلي چې مرستندویه ادارې پر عیني واقعیتونو سترګې پټوي او بشري وضعیت په هغه کچه نه دی خراب چې دوی یې یادوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30651